د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو دفتر له مشر ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له ریيس عرفات جمال سره کتلي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د سویس د پراختیايي او همکاریو دفتر مشر ویلي، هېواد یې له افغانانو سره همکاریو او په افغانستان کې د بشري مرستو دوام ته لومړیتوب ورکوي او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې له ملګرو ملتونو سره ګډ کار کوي.
نوموړي د کډوالۍ د دایمي حللارو په برخه کې د همکارۍ او د راستنېدونکو کډوالو د چارو د لا ښه همغږۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
بلخوا، مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو خدمتونو ترڅنګ د دایمي سرپنا برابرولو لپاره هم هڅې کوي.
ښاغلي عبدالکبير له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې په بشري برخو کې خپلې مرستې روانې وساتي او د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځانګړو ښارګوټو په جوړولو کې ونډه واخلي.

