د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزيزي د یوه پلاوي په مشرۍ د بلاروس د رسمي بلنې په ترڅ کې ياد هېواد ته سفر کړی دی.
ياد وزارت وايي، د دې سفر موخه د بلاروس په دویم نړیوال صنعتي نندارتون کې ګډون او د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا ده.
د سفر پر مهال به ښاغلی عزيزي د نړیوال صنعتي نندارتون ترڅنګ د ګډون کوونکو هېوادونو په عمومي غونډه کې هم ګډون وکړي.
همداراز، ټاکل شوې نوموړی د بلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره دوه اړخیزې لیدنې ولري او په دغو ناستو کې به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا، صنعتي او کرنیزې همکارۍ، پانګونې او د نوو همکاریو پر فرصتونو خبرې وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت تمه ښودلې چې دا سفر د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د فرصتونو د رامنځتهکېدو زمینه برابره کړي.

