د اسلامي امارت احصایې او معلوماتو عمومي ادارې سږ کال د ۷۳ زره ۷۵۶ ایران مېشتو افغان کډوالو هویت تثبیت کړی او اړوند کارتونه یې ورته وېشلي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې له دې ډلې د مشهد ښار مرکز کې ۵۳ زره ۸۹۶ او د زاهدان د هویت تثبیت مرکز کې ۱۹ زره ۸۶۰ کسانو ته اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په یاده موده کې د هېواد دننه ۲۳ زره ۶۰۴ کاغذي تذکرې تاييد شوې چې ۱۶۵۵ یې حضوري او ۲۱ زره ۹۴۹ نورې بهرمېشتو افغانانو ته په غيرحضوري ډول تاييد شوې دي.

