ډېر لوستل شوي

د ا.ا عامې روغتیا وزیر د بېلاروس له دولتي طبي پوهنتون څخه لیدنه کړې

د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له دولتي طبي پوهنتون څخه لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د دې لیدنې پرمهال د طبي زده‌کړو، مسلکي ظرفیت‌لوړونې، د روغتیايي علومو په برخو کې د علمي تجربو او معلوماتو د تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي او علمي همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي جلالي له قوله راغلي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت‌لوړونې او د علمي تجربو تبادلې په برخه کې له معتبرو علمي بنسټونو سره د همکاریو پراختیا هڅې کوي.

عامې روغتیا وزارت لیکلي چې بلخوا د ياد پوهنتون مسوولینو هم د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د علمي او مسلکي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د طبي زده‌کړو، څېړنو او د روغتیايي متخصصینو د ظرفیت لوړونې په برخو کې یې د همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه