ډېر لوستل شوي

خوګیاڼو کې د هاوان پخوانۍ مرمۍ چاودنې له امله درېیو ماشومان ژوند بایللی

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې د هاوان د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله درېیو ماشومان خپل ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، ماشومانو له زړې مرمۍ سره د لوبې پر مهال هغه ټکولې او مرمۍ چاودلې ده.

د نوموړي په وینا، په پېښه کې درېیو ماشومانو خپل ژوند بایللی او یو ټپي ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

اړوند خبرونه