ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې یې د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.

ښاغلي مجاهد له «ملي» ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، افغانستان له پاکستان پرته له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې ډیپلوماټيکې اړیکې لري او له اسلامي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو، چین او روسیې سره یې هم اړیکې مناسبې دي.

مولوي ذبيح‌الله مجاهد ټینګار کړی چې اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او هڅه کوي شته ستونزې په تدریجي ډول حل او د هېوادونو باور ترلاسه کړي.

اړوند خبرونه