ډېر لوستل شوي

اسلام‌کلا بندر کې د ۱۰ زره ټنه تېلو او ګازو د زېرمتون طرحه تایید شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په هرات کې د اسلام‌کلا بندر لپاره د ۱۰ زره ټنه تېلو او ګازو د تخلیې، بارولو او زېرمه کولو تأسیساتو د جوړولو طرحه، له هر اړخیزې ارزونې او بحث وروسته، د تایید وړ بلل شوې ده.

یاده طرحه د بین‌الوزارتي پانګونې کمېټې په غونډه کې وړاندې شوې چې له مخې به یې خصوصي سکټور په اسلام‌کلا بندر کې د تېلو او ګازو د زېرمه کولو او اړوندو نورو تأسیساتو د جوړولو چارې ترسره کړي.

د مسوولينو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د تېلو او ګازو سوداګرو ته د فعالیت اسانتیاوې برابرې، د هغوی لګښتونه کم او شاوخوا درې زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه