ډېر لوستل شوي

“له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو درېیمه غونډه جوړه شوې ده.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دې غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شوي دي. 

د اعلامیې له مخې، دا لومړیتوبونه د هېواد په کچه د معلولینو د عمده اړتیاوو پوره کولو، معلولینو او د شهیدانو ورثې ته د فني او حرفوي زده‌کړو د روزنیزو مرکزونو جوړولو، د غذایي مصونیت او البسې برابرولو، د سرپناه جوړولو، د تحصیلي فرصتونو او بورسونو برابرولو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د مرکزونو تجهیز او سمبالتیا اړوند وو.

*”دا لومړیتوبونه د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مشخص شوي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.”*

اقتصادي معاونیت همداراز ویلي چې بلخوا د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لومړیتوبونو شریکول خورا مهم بللي او څرګنده کړې یې ده چې په دې سره به دوی وکولای شي چې خپل راتلونکي فعالیتونه د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې منظم او تطبیق کړي.

اړوند خبرونه