د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، صدیق الله خالد په مشرۍ د دغه بانک د عالي شورا غونډه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د هېواد پولي سیاستونو، بانکي سکتور وضعیت، اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د برېښنایي بانکوالۍ د ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي پراخولو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي خالد له قوله راغلي چې افغانۍ د تېر کال په اوږدو کې د نړیوالو اقتصادي کړکیچونو سره سره د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی دی.
افغانستان بانک لیکلي چې په دې غونډه کې همداراز د اغېزناکو پولي سیاستونو پر پلي کولو، د بانکي سکتور اوسني وضعیت پر ارزونه، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره پر روانو هڅو، برېښنایي بانکوالۍ پر ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر پراخولو ټینګار شوی دی.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال همداراز د بانکي سکتور د وضعیت په اړه څرګنده کړې چې په روان کال کې په بانکونو کې د خلکو د امانتونو کچه لوړه شوې او په دې سکتور کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

