ډېر لوستل شوي

هلمند کې د پاکستاني رژيم هوايي بریدونو کې ۴ ملکي وګړي شهیدان شوي

د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پاکستاني رژيم د هوايي بریدونو له امله څلور ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد ویلي چې تېره شپه شاوخوا ۳:۳۰ د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار سیمې درې ځایونه د پاکستاني رژيم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې دوه کورونه او د اخترونو د لمانځه ځای په نښه شوي چې له ډلې یې پر یوه کور د برید له امله څلور ښځې او ماشومان شهیدان شوي او اته نور کسان ټپیان شوي دي.

د پېښې له رامنځته‌کېدو وروسته امنیتي مسوولین او ځایي اوسېدونکي سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.

اړوند خبرونه