ډېر لوستل شوي

ا.ا پر ملکي وګړو د پاکستان پوځي رژيم بريدونه جنايت بللي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي شهيدان شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې د بریدونو له امله درې ملکي کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او هغه یې د منل شويو اصولو خلاف تېری او جنایت بللی دی.

اړوند خبرونه