ډېر لوستل شوي

نورالدين عزيزي په بلاروس کې د صنعت له وزیر سره کتلي

د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي په بلاروس کې د دې هېواد د صنعت له وزیر سره په لیدنه کې د صنعتي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرول سره ويلي، په دې ناسته کې د تولیدي کارخونو پر جوړولو، د افغانستان او بلاروس د سوداګریز فورم د منظم جوړولو او د اقتصادي کمېسیون د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب په اړه بحث شوی دی.

د بلاروس لوري په افغانستان کې د خپلو تولیدي شرکتونو د استازولیو د انتقال لېوالتیا ښودلې چې د ټراکټورونو او د کانونو د استخراج لپاره د کارېدونکو ماشینونو او وسایطو تولیدوونکي شرکتونه هم پکې شامل دي.

د ويلو ده چې ښاغلي عزيزي بلاروس ته د يو رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد په دويم نړيول صنعتي نندارتون کې ګډون کړی چې د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو پکې ګډون کړی دی.

اړوند خبرونه