د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په پیکهتیپه کلي کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن ژوند بایللی او یو ۱۰ کلن ماشوم ټپي شوی دی.
د تخار امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړيکو امر قاری نقیبالله مسرور وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا ۶:۳۰ بجې د یو موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، په پېښه کې د بهارک ولسوالۍ د خروطې کلي یو اوسېدونکی مړ شوی او بل ۱۰ کلن ماشوم ټپي شوی دی. مسرور زياتوي، د ټپي ماشوم د لا ډېرې درملنې لپاره د بهارک ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ منسوبینو هغه د تخار ولایتي روغتون ته انتقال کړی دی.

