د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بېلاروس کې خپل ځانګړی استازی جانکول د بندیانو په چارو کې د امریکا د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
ټرمپ ویلي، جانکول د تېر یوه کال په ترڅ کې له بېلاروس څخه د څه باندې ۶۵ امریکايي او د متحدو هېوادونو د وګړو په بېرته ستنولو کې مرسته کړې او د ختیځې اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې یې د څه باندې ۸۰۰ سیاسي بندیانو د خوشېکېدو لپاره خبرې اترې کړې دي.
تر دې وړاندې ادم بوایلر د بندیانو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی و چې د خپلې دندې پر مهال یې څو ځله افغانستان ته هم سفرونه کړي وو.

