ډېر لوستل شوي

پاکستان: د هند سرحدي ځواکونو دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي

د پاکستان امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د هند سرحدي ځواکونو د ډزو له امله د پولې ترڅنګ دوه پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ملکي وګړی ټپي شوی دی.

رویټرز په خپل راپور کې د پاکستان امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې پېښه د هند او پاکستان پولې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د کشمېر پوله له لسيزو راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له مهمو سیمو څخه ده او دواړه هېوادونه د کشمېر پر ملکیت ادعا لري.

د دغې سیمې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړو په تېرو وختونو کې د کړکېچ د زیاتېدو ترڅنګ، د دواړو لوريو ترمنځ د جدي پوځي نښتو اندېښنې هم رامنځته کړې دي.

اړوند خبرونه