کورنيو چارو وزارت وايي، د اروزګان په چورې او خاص اروزګان ولسواليو کې د نشې توکو د تولید یوه کارخونه او ۴۳۰۰ کیلوګرامه ومان کشف او وسوځول شول.
د یا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشې توکو د تولید یاده کارخونه، ۴۳۰۰ کیلوګرامه د ومان بوټي، ۷۵۰ کیلوګرامه چونه او لسګونه کیلوګرامه سوډا د یادو ولسواليو په اړونده سيمو کې د څو بېلابېلو عملیاتو پر مهال کشف او له منځه وړل شوي دي.

