د امام برهانالدین مرغیناني رحمهالله د علمي میراث په اړه نړیوال څېړنیز کنفرانس کې د رییسالوزرا پیغام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې مسوول قاري عبدالستار سعید له لوري لوستل شوی دی.
په پیغام کې د امام مرغیناني پر تاریخي ژوند، علمي شخصیت او ترسره کړو علمي فعالیتونو رڼا اچول شوې او د نوموړي د علمي میراث د څېړنې په موخه د ورته ناستو جوړول مهم او اړین بلل شوي دي.
د رییسالوزرا په پیغام کې ویل شوي چې دغه ډول علمي غونډې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د علمي برخې د لا بډایه کېدو لپاره مهمې دي.
په پیغام کې ټینګار شوی چې اسلامي امارت هڅه کوي د نورو برخو ترڅنګ د څېړنې او علمي تحقیق برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او د هېواد علمي ظرفیتونه پیاوړي کړي.

