ډېر لوستل شوي

“د امام مرغیناني علمي میراث د اسلامي علومو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري”

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب، د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمه‌الله د علمي میراث په اړه نړیوال څېړنیز کنفرانس کې ويلي، دغه علمي ناسته د فقهي احکامو، شرعي اصولو او اسلامي علومو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي ثاقب په حواله امام مرغیناني د حنفي فقهې له سترو عالمانو څخه بللی او زياته کړې يې ده چې هغه په علمي برخه کې ستر خدمتونه کړي او ګڼ شمېر ارزښتناک علمي اثار یې له ځانه پرېښي دي.

شیخ نورمحمد ثاقب د امام مرغیناني د علمي میراث د لا معرفي کولو او د هغه د افکارو او اثارو د څېړنې لپاره د ورته علمي کنفرانسونو جوړېدل مهم وبلل.

اړوند خبرونه