د بدخشان والي رحمتالله نجیب وایي، د اسلامي امارت شل کلنه مبارزه قومي نه، بلکې موخه یې د اسلامي نظام حاکمیت و.
ښاغلي نجيب د واخان سړک د پرانیستې په مراسمو کې ويلي پخوانیو حکومتونو به د بهرنیو هېوادونو نسخې راوړلې او په افغانستان کې به یې پلي کولې، خو د ده په وینا افغانستان یوه اسلامي او سنتي ټولنه ده او د نورو هېوادونو نسخې دلته اغېزمنې نه دي.
د بدخشان والي ټینګار کړی چې اوس په ټول افغانستان کې او په ځانګړي ډول په بدخشان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او خلک کولی شي د دغه امنیت له امله شپه او ورځ په ازادانه توګه سفر او تګراتګ وکړي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې د اسلامي امارت پر وړاندې هر ډول مخالف خوځښت ته به اجازه ورنه کړل شي او د ده په وینا، د ورته تحرکاتو کوونکي به له قانوني او امنیتي اقداماتو سره مخ شي.

