د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور وایي، د واخان سړک د افغانستان لپاره اقتصادي او ټرانزیټي ارزښت لري او د هېواد د ترانزیټي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.
ښاغلي منصور د واخان سړک د پرانیستې په مراسمو کې ويلي، دغه پراختیايي پروژه ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د څلورو لویو پلونو په جوړولو سره د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.
د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزیر زیاتوي چې په افغانستان کې د پليکېدونکو پروژو چارې د کورنیو انجینرانو پر مټ ترسره کېږي.
نوموړي همداراز ویلي چې په هېواد کې د سړک جوړونې ترڅنګ د برېښنا پر پروژو هم کار روان دی، څو افغانستان په دې برخه کې هم پر ځانبسیا شي.

