ډېر لوستل شوي

د اسراییلو په بریدونو کې تر ۸۰۰ ډېر ښوونکي شهیدان شوي

د فلسطین د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې تر ۸۰۰ ډېر ښوونکي شهیدان شوي او شاوخوا ۳ زره او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په همدې موده کې ۱۷۰ ښوونکي هم د اسراییلي ځواکونو له لوري په سختو شرایطو کې نیول شوي دي.

د فلسطین د پوهنې وزارت له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او ښوونیزو، بشري حقونو او بشردوستانه بنسټونو غوښتي، چې د فلسطین د ښوونیز سکټور پر وړاندې د اسراییلو د روانو سرغړونو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې باید د ښوونکو، ښوونیزو کارکوونکو او زده‌کوونکو د خوندیتوب لپاره لازم تدابیر ونیول شي.

اړوند خبرونه