اسوشیټډ پرس راپور ورکړی، هغه هوايي امبولانس الوتکه چې له برمودا څخه د امریکا د ماساچوسټس ایالت پر لور روانه وه، د اتلانتیک سمندر پر سر تر نادرکېدو وروسته لا هم نه ده موندل شوې.
د راپور له مخې، په الوتکه کې څلور کاناډایان او د برمودا دوه وګړي سپاره وو چې د شنبې په سهار یې له الوتکې سره د اتلانتیک سمندر پر سر اړیکه پرې شوې ده.
د لټون او ژغورنې ډلو ویلي چې د نانټاکټ ټاپو ته څېرمه یې په سمندر کې د الوتکې د پاتې شونو ټوټې موندلې دي.
د راپورونو له مخې، هغه سیمه چې د الوتکې د پاتې شونو ټوټې پکې موندل شوې، شاوخوا ۲۷ متره ژوره ده او د لټون عملیات په کې دوام لري.

