ډېر لوستل شوي

انتونيو ګوترېش نن پاکستان ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن (دوشنبه) په درې ورځني سفر له امریکا څخه پاکستان ته سفر کوي.

د راپورنو له مخې، ګوترېش به د سفر پر مهال د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره پر لیدنو سربېره، د دغه هېواد له یو شمېر دولتي ادارو او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو له استازولیو څخه هم لیدنه وکړي.

ويل شوي، د ګوترېش د سفر یوه مهمه موضوع به د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او خبرو اترو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان ډیپلوماټيک رول او د اسلام‌اباد د منځګړیتوب هڅې وي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو او ډیپلوماټيکو اړیکو په برخه کې خپل رول پیاوړی کړي، خو تېرو هڅو ته په کتو په دې نه دې بريالی شوی.

اړوند خبرونه