د بشري حقونو د څار سازمان له امریکا او په افغانستان کې د جګړې له نورو ښکېلو هېوادونو غوښتي چې د خپلو ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو او بشري حقونو سرغړونو په اړه څېړنې وکړي او قربانیانو ته دې د جبران زمینه برابره کړي.
ياد سازمان ویلي، د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال د بهرنیو ځواکونو له لوري د شکنجې، خپلسرو نیونو او د ملکي وګړو د وژنو په اړه ګڼې قضیې ثبت شوې، خو ډېری قربانیان لا هم عدالت او تاوان اخيستلو ته لاسرسی نه لري.
د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، امریکا او نور هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې پوځي حضور درلود او پوځيانو يې بېلابېل جرمونه کړي، نو بايد قربانيانو ته يې د عدالت زمينه برابره او د جبرانېدو حساب ورکړي.

