ډېر لوستل شوي

د افغانستان سفير په تهران کې د سیاسي استازو په غونډه کې ګډون کړی

په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل‌محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د بهرنیو سفیرانو، سیاسي استازولیو او نړیوالو سازمانونو د مشرانو په غونډه کې ګډون کړی دی.

ياد سفارت وايي، په دې غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د سیمې د وروستیو تحولاتو او په اړه یې د دغه هېواد د دریځونو په اړه خبرې کړې دي.

په تهران کې د مېشتو سفیرانو، سیاسي استازولیو او نړیوالو سازمانونو د مشرانو غونډه د ډیپلوماټيکو استازولیو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د نظرونو د تبادلې د پیاوړتیا په موخه جوړېږي.

اړوند خبرونه