د ایران د اسلامي شورا د ځانګړي تولید د ملاتړ کمېسیون مشر ډاکټر محسن زنګنه په مشرۍ د دغه هېواد پارلماني پلاوی د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی دی.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، دا پلاوی به د سفر پر مهال د اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د معلوماتو له مخې، په دغو لیدنو کې به د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو اسانتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لوړول او د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو بحث وشي.

