ډېر لوستل شوي

مولوي امير خان متقي: په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت نږدې صفر ته راټیټ شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشه‌یي توکو د تولید پر وړاندې د اقداماتو په پایله کې دغه کچه نږدې صفر ته راټیټه شوې ده.

ښاغلي متقي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته په وینا کې ويلي، د نشه‌یي توکو ستونزه یوازې د افغانستان داخلي موضوع نه، بلکې سیمه‌ییزه او نړیواله مسئله ده او د مخنیوي لپاره یې د سیمې د هېوادونو ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.

د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې، د کوکنارو د کښت د مخنیوي ترڅنګ باید افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت، بازارونو ته د لاس‌رسي او د قانوني کرنیزو محصولاتو د صادراتو زمینه هم برابره شي.

اړوند خبرونه