ډېر لوستل شوي

افغانستان او ایران د صنعتي همکاریو پر پراختیا او د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار کړی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران له پارلماني پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعتي همکاریو پر پراختیا، ګډو پروګرامونو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د یوه ځانګړي صنعتي پارک د جوړولو، د نفتو د تصفیې خونې د رامنځته کولو او د چابهار بندر له لارې د همکاریو د پراختیا په اړه هم بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې ۱۰ میلیارد ډالرو ته د لوړولو پر موضوع هم خبرې کړې دي.

ښاغلي عزیزي ویلي، په افغانستان کې د صنعتي فعالیتونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې او صنعتي فعالیتونو ملاتړ کوي.

اړوند خبرونه