ډېر لوستل شوي

آریانا افغان هوايي شرکت خپل ټکټینګ او عملیاتي سیستمونه له پاکستانۍ کمپنۍ څخه خپلواک کړل

آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیستم او وېبپاڼې چارې یې د «Zapways» په نوم د یوې پاکستانۍ کمپنۍ له انحصاره ایستلې او خپلواک سیستمونه یې فعال کړي دي.

د آریانا د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې پاکستانۍ کمپنۍ له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د شرکت د ټکټینګ او نورو عملیاتي سیستمونو چارې په لوړ لګښت پرمخ وړلې او د دغو سیستمونو تخنیکي واکونه او معلومات یې له ځان سره ساتلي وو.

د خبرپاڼې له مخې، آریانا افغان هوايي شرکت اوس په کم لګښت یو نوی، پیاوړی، عصري او معیاري سیستم او وېب‌پاڼه جوړه او فعاله کړې ده، چې له مخې به یې د ټکټونو پلور، عملیاتي چارې او انلاین خدمتونه په لا خپلواکه او اغېزمنه توګه مدیریت شي.

د آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د دې اقدام موخه د شرکت د انلاین سیستمونو خپلواکي، تخنیکي وړتیا او د خدمتونو کیفیت لوړول دي او تمه ده چې د نوي سیستم له لارې مسافرینو او سیاحتي شرکتونو ته لا معیاري خدمات وړاندې شي.

اړوند خبرونه