ډېر لوستل شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی بنون سیوان ومړ

د قبرس رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی او قبرسي ډیپلوماټ بنون سیوان د دوشنبې په ورځ د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شوی دی.

سیوان چې د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې یې زده کړې کړې وې، د افغانستان د سیاسي ستونزې د حل لپاره د ملګرو ملتونو په هڅو کې مهم رول درلود.

نوموړی په ۱۹۸۸ کال کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي د مدیر او لوړپوړي سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو او په ۱۹۹۰ کال کې یې د جنیوا تړونونو د عملي کېدو د څارنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

سیوان په ۱۹۹۱ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د عمومي همغږي کوونکي په توګه هم وټاکل شو.

اړوند خبرونه