ډېر لوستل شوي

قطر : د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅې روانې دي

قطر وايي، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې او د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ابراهیم الهاشمي ویلي، چې دا خبرې د قطر او د هغه د سیمه‌ییزو شریکانو په منځګړیتوب دوام لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې پراخوالی او درانه لګښتونه د دې اړتیا رامنځته کوي چې د خبرو له لارې د جګړې د سم‌لاسي پای ته رسولو لپاره ټولې ممکنې هڅې وشي.

اړوند خبرونه