د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د څه باندې اووه میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې دي.
د اعلامیې له مخې چې دې غونډې ته ۳۴ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۱۶ پروژې منظورې او په نهو نورو پروژو کې لازم تعدیلونه منظور شوي دي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د هرات اسلام کلا سرحدي ګمرک د پارکینګ کانکریټ اچونه، د کابل ولایت بادام باغ تحقیقاتي باغ ته له قرغې بند څخه د اوبو پایپ تېرول شامل دي.
اعلامیه کې راغلي چې همداراز د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ له ابازک څخه تر سیاهبیني کلي پورې د ۱۱ کیلومتره اسفالټ سړک، د بدخشان واخان ولسوالۍ له بروغیل څخه تر بزای ګنبد پامیر خورد پورې د ۷۱ کیلومتره سړک د بیارغونې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اړتیا وړ ټکنالوژيکو وسایلو د چمتو کولو او تدارک، د کابل ښار په ختیځ کې د ترمینل جوړولو، د بامیان په کهمرد ولسوالۍ، د فاریاب په لولاش ولسوالۍ او د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړول هم په دې پروژو کې شته.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې له دې ډلې د هلمند ولایت د بست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو، روغتیايي وسایلو، برېښنا اړوند وسایلو، کابل کې د غازي سټیډیوم څخه تر سیمنټ خانې پورې د سړک جوړولو، کمپنۍ ساحه کې د سړک جوړولو او له سپین کلي څخه تر قلعه وزیر پورې د دویم لین سړک جوړولو پروژې شاملې دي.

