د سعودي عربستان په ملاتړ یمني ځواکونه وايي، د «یمن سهار» په نوم عملیاتو کې یې د تعز ولایت د جبل حبشي ولسوالۍ تر ټولو لوړه څوکه له حوثي ځواکونو نیولې ده.
د دغو ځواکونو په وینا، د عملیاتو موخه له حوثیانو څخه د هغو سیمو بېرته نیول دي چې د یادې ډلې په کنټرول کې دي.
بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ادعا کوي چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې صنعا، صعده او عمران ولایتونه د هغو توغندیزو بریدونو سرچینې دي چې د سعودي عربستان پر لور ترسره کېږي.
په همدې حال کې، د سعودي عربستان جازان او نجران هوايي ډګرونه هم تر بریدونو لاندې راغلي دي. دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې سعودي په مشرۍ ځواکونو په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي او د بابالمندب تنګي د کنټرول ترلاسه کولو ادعا یې کړې وه.
خو حوثي چارواکي وايي، د ایران له ملاتړ برخمنې ډلې پر هغو سیمو خپل کنټرول ساتلی چې په وروستیو کې یې نیولې دي.

