ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: د بنسټیزو پروژو پلي‌کول به د سوداګریزو مناسباتو نوی باب پرانیزي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د خصوصي سکتور د ودې لپاره د ورته نندارتونونو جوړول اړین دي.

د اميد راډيو خبريال د «امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي چې دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره ګټور دي.

ملا برادر وايي، اسلامي امارت هڅه کوي په هېواد کې بنسټيزې پروژې پلې کړي چې د سوداګریزو مناسباتو د پراختیا لپاره به نوی باب پرانیزي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاتوي، حکومت د سوداګرو او پانګوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په هڅه کې دی.

نوموړي د کورنیو سوداګرو او پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم بلنه ورکړې چې په افغانستان کې د پانګونې له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي او خپلې پانګې په هېواد کې ولګوي.

اړوند خبرونه