د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (پيټيای) لاریون او اعتراضي کاروان له پېښوره چارسدې ته رسېدلی او ټاکل شوې ده، چې سبا (د اکتوبر ۱۱مه) صوابۍ ته ورسېږي.
د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهېل اپریدي پر خپله اېکسپاڼه د ګوند له پلویانو غوښتي، چې ټول کاروانونه د اکټوبر پر ۱۱مه او ۱۳مه په «صوابۍ انټرچېنج» کې سره یو ځای شي.
هغه ویلي، چې په صوابۍ کې به د دغه کاروان د راتلونکو اقداماتو پلان اعلان کړي.
دغه لاریون د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت څخه د اسلاماباد پر لور حرکت پيل کړی و.

