د امریکا د پنسلوانیا ایالت په ایري ښار کې د جمعې په ورځ د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي.
امریکایي چارواکو دا پېښه «غمجنه» بللې او ویلي یې دي چې د ډزو د پېښې د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.
تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د احتمالي عامل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

