ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال، طارق علي بخیت سره کتلي، او هغه ته یې د یاد سازمان د نوي سرمنشي ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان د رغنده تعامل په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دواړو لوریو همداراز د سیمې او نړی له هېوادونو سره د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو خبرې کړې، او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو رامنځته‌کېدل پرمختګونه بلل شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د دې لیدنې په پای کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا او همکاریو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

اړوند خبرونه