د پاکستان په راولپېنډۍ کې چارواکو د احتمالي تاوتریخوالي او پر حساسو دولتي تاسیساتو د بریدونو د مخنیوي په هدف د جزايي اجرااتو قانون ۱۴۴مه ماده د یوې میاشتې لپاره نافذه کړې ده.
د راولپېنډۍ مرستیال کمېشنر ندیم ناصر ویلي، دغه بندیز به د نومبر تر اتمې نېټې پورې دوام وکړي او له مخې یې په ولسوالۍ کې هر ډول عامه غونډې، لاریونونه او د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو راټولېدل منع دي.
مسوولين وايي، اندېښنه شته چې ځینې ډلې د خپلو موخو لپاره پر لویو لارو، مهمو بنسټونو او حساسو دولتي تاسیساتو د برید هڅه وکړي.
په راولپېنډۍ کې د ۱۴۴مې مادې د نافذېدو پرېکړه داسې مهال شوې چې د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د اډیاله په زندان کې بندي دی، او د دغه ګوند له لوري د لاریونونو د دوام هڅې روانې دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر هم ویلي چې د «پيټياې» د لاریون مشري به وکړي او اسلاماباد ته به خپل حرکت ته دوام ورکړي. تر دې وړاندې په اسلاماباد کې هم د سپټمبر له ۱۸مې د دوو میاشتو لپاره او په لاهور کې د اکتوبر تر ۱۵مې پورې ۱۴۴مه ماده نافذه شوې وه.

