د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه، د شاوخوا ۲۹.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا هوکړهلیکونه د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د يادې هوکړې موخه د ګډو پانګونو زیاتول، د اقتصادي همکاریو پراختيا او د افغانستان او ایران د سوداګرو لپاره د نویو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول بلل شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تمه ده چې د دغو هوکړهلیکونو عمليکېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د خصوصي سکټور فعالیتونه او د پانګونې زمینه هم پراخه کړي.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم نندارتون په کابل کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او صنعتکارانو په ګډون جوړ شوی، چې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو د معرفي کولو لپاره ترې استفاده کېږي.

