د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د زیتونو په کارخونه کې سږکال له ۱۶ ټنه شنو زیتونو څخه د اچار د تولید پلان لري.
د ياد شرکت مسوولین وايي، د زیتونو د راټولولو بهیر د کانال په دویم، درېیم او څلورم فارم کې روان دی او راټول شوی زیتون به د اچار د تولید لپاره فابریکې ته انتقال شي.
د مسوولینو په وینا، تولید شوي د زیتونو اچار به د ښه کیفیت او مناسبې بیې په موخه د هېواد بازارونو ته وړاندې شي.
د زیتونو د اچار د تولید دغه بهیر په داسې حال کې پیلېږي چې ننګرهار د هېواد له مهمو زراعتي سیمو او د زیتونو د تولید له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

