د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر له صفري نقطې څخه تر پشتکوه ولسوالۍ پورې د ۶۴ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د فراه د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، دا سړک چې ۱۰ متره سور په درلودلو سره په اساسي توګه د وزارت او ولايت مقام په غوښتنو د ایران له لوري بيارغول کېږي.
د فراه د ټولګټو ریاست وايي، د سړک د بیارغونې چارې د پلانت ودانیز او سړک جوړونې شرکت ته سپارل شوې او تمه ده شاوخوا څلور میاشتې وخت ونیسي.
د یاد شرکت مسوولین وايي، که د ایران له لوري د قیر، تېلو او پلچکونو په برخو کې پر وخت لازمې اسانتیاوې برابرې شي، دوی چمتو دي چې د سړک د بیارغونې چارې له ټاکلې مودې مخکې بشپړې کړي.
شیخ ابونصر فراهي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه دی او د دغه سړک بیارغونه به د بندر او د هېواد د لوېدیځو سیمو ترمنځ د ټرانسپورټي او سوداګریزو اړیکو په اسانتیا کې مهم رول ولري.
د ياد سړک د بیارغونې د ټولیز لګښت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

