ډېر لوستل شوي

نیمروز کې د نشه یي توکو دوې کارخونې له منځه یوړل شوې

د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې د نشه يي توکو دوې کارخانې کشف او له منځه يوړل شوې.
د دلارام ولسوالۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير، مولوي سمیع‌الله صمیم وايي چې د دلارام کشفي او امنیتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په همغږۍ دوې کارخانې چې نشه یې توکي پکې پروسس کېدې، له منځه وړي دي.
په دغو کارخونو کې ١٢٠ لیټر تېل، ۲د ګازو ډبې، ٢٠ کیلو رنګ، ٣ بوجۍ سود، ٢ بوجۍ کاربن او يو شمېر نور وسايل کشف او له منځه وړل شوي دي.
ویل کیږي چې ددغو کارخونو په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو امنیتي ځواکونه یې د موندلو هڅې کوي

اړوند خبرونه