ډېر لوستل شوي

سوډان کې د سرو زرو پر کان هوايي برید؛ شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي

د مصر پولې ته نږدې د سوډان په یوه سیمه کې د سرو زرو پر یوه کان هوايي برید شوی چې له امله یې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې د اوسېدونکو او ژغورل شویو کسانو په وینا، د کان یو شمېر کارکوونکي لا هم تر خاورو لاندې پاتې او د مرګ‌ژوبلې د شمېر د زیاتېدو وېره شته.

د سیمې خلکو ادعا کړې چې برید د مصر پوځ کړی دی. د دوی په خبره، مصري ځواکونو تر دې وړاندې هم په دغه سیمه کې حضور درلود او خلکو ته یې د سیمې د ننوتلو اجازه نه ورکوله.

تر اوسه د مصر حکومت د یاد برید په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی او د برید د ترسره کولو ادعا یې نه ده تایید کړې.

اړوند خبرونه