ډېر لوستل شوي

څلورو هېوادونو پر سعودي د حوثیانو د بریدونو د سم‌لاسي درېدو غوښتنه کړې

پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر په یوې ګډه اعلامیه کې پر سعودي عربستان د حوثيانو بریدونه په کلکه غندلي او د دغو بریدونو د سم‌لاسي درېدو غوښتنه یې کړې ده.

دې هېوادونو د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر بریدونه د نړیوالو قوانینو او د سعودي د ملي حاکمیت سرغړونه بللې او حوثيان یې د دغو بریدونو د پایلو او د سیمه‌ییزې سولې او امنیت پر وړاندې د ګواښونو بشپړ مسوول بللي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د ریاض له قانوني اقداماتو او د ورته بریدونو د مخنیوي له هڅو څخه بشپړ ملاتړ کوي.

دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوې چې د ریاض پر هوايي ډګر د حوثیانو په پرله‌پسې بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د سیمه‌ییزو نښتو د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

اړوند خبرونه