ډېر لوستل شوي

سعودي ايتلاف د حوثیانو د يوه بالستیک توغندي له شنډولو خبر ورکړی

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف ویلي چې د یمن د حوثیانو له لوري توغول شوی یو بالستیک توغندی یې شنډ کړی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه توغندی د سعودي عربستان په سوېل لوېدیځ کې د «خمیس مشیط» ښار پر فضا شنډ شوی دی.
د راپور له مخې، دغه خبر وروسته له هغې خپور شوی چې د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې د «ابها» ښار په اړه چې خمیس مشیط ته نږدې موقعیت لري، د احتمالي خطر په تړاو خبرداری ورکړی و.
دا په داسې مهال ده چې د حوثيانو له لوري د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر په تازه برید کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه