د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د مذاکراتو د بهیرونو سبوتاژ کول او د ستونزو د حل پر ځای پر پروپاګند تمرکز د پاکستان ناکام سیاست دی.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، پاکستان باید د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره رغنده ګامونه واخلي او د دغه هېواد د سیاسي څېرو او ولسونو مشورو او حقونو ته درناوی وکړي.
د اسلامي امارت وياند زياته کړې، د ستونزو د حل لپاره باید پر مذاکراتو او رغنده لارو تمرکز وشي، نه دا چې د مذاکراتو بهیرونه له خنډ سره مخ او د حل پر ځای پر تبلیغاتو تمرکز وشي.

