ډېر لوستل شوي

خلیل‌زاد: د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت لغوه کول به په پاکستان کې ناامني زیاته کړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد خبرداری ورکړی چې د خيبر پښتونخوا د ایالتي حکومت لغوه کول به په پاکستان کې ناامني زیاته او بېلتون‌پالو پښتنو ته به د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

خلیل‌زاد ویلي، دغه اقدام ښایي په ځانګړې توګه په لوېدیځو هېوادونو کې د پاکستان نړیوال اعتبار ته زیان ورسوي. د نوموړي په وینا، پاکستان د ډیموکراسۍ په نړیوال شاخص کې د یوه استبدادي نظام په توګه پېژندل کېږي.

هغه زیاته کړې چې دا ډول بدلونونه د پاکستان سیمه‌ییزو سیالانو ته د دغه هېواد د مخالفو ډلو د ملاتړ پراخولو فرصت برابروي، چې په پایله کې به یې پر پاکستاني پوځ فشارونه هم زیات شي.

خلیل‌زاد له عمران خان، د هغه له پلویانو او نورو ډیموکراتیکو ډلو غوښتي چې د روان وضعیت پر وړاندې اغېزناکه تګلاره غوره کړي.

اړوند خبرونه