ډېر لوستل شوي

اروپايي ټولنې پر روسیې نوي بندیزونه تصویب کړل

اروپايي ټولنې د روسیې پر پوځي او صنعتي برخو نوي بندیزونه تصویب کړي چې د سفر محدودیتونه، د شتمنیو کنګلول او له بندیز لګېدلو کسانو او بنسټونو سره د مالي مرستو مخنیوی پکې شامل دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام ادارې په وینا، ۶۰ هېوادونو هم په نړیوالو سمندري لارو کې د اضافي محصولاتو او فیسونو له اخیستو سره د مخالفت ژمنه کړې ده.

دغه راز، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په لبنان کې د نوي ملاتړ ماموریت د جوړولو پرېکړه کړې چې موخه یې د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړول او د سرحدونو او سمندري امنیت پیاوړتیا ده.

اړوند خبرونه