ډېر لوستل شوي

کوېټه کې د پوځي الوتکې لوېدو پېښه؛ دوه پاکستاني پیلوټان پکې وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې د پوځ د یوې روزنیزې الوتکې د لوېدو له امله دوه پیلوټان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، دغه پېښه د تلې په ۲۰مه، غرمه مهال د کوېټې ښار نوېن کلي ته نږدې د تخنیکي ستونزې له امله شوې ده.

په وژل شویو کې جګړن حسنین شهزاد همایون، چې د الوتکې روزونکی پیلوټ و، او کپتان عبدالصمد شامل دي.

امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او د وژل شویو پیلوټانو مړي یې پوځي روغتون ته لېږدولي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د وژل شویو پیلوټانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

اړوند خبرونه