رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سمندري لېږد لګښتونو د پام وړ لوړوالي د امریکا له لویې وچې د درنو خامو تېلو صادرات کم کړي او د دغو تېلو زېرمې یې زیاتې کړې دي.
د راپور له مخې، د امریکا له لویې وچې څخه اسیا ته د یوه نفتوړونکي بېړۍ د لېږد لګښت له ۸۰ میلیونو ډالرو اوښتی، په داسې حال کې چې د روان کال په پیل کې دغه لګښت له ۱۰ تر ۱۵ میلیونو ډالرو و.
رویټرز زیاتوي چې اسیايي او اروپايي هېوادونه د تېلو له کمښت سره مخ دي او د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه لا هم په هر بېرل کې له ۱۰۰ ډالرو لوړه ده.
د راپور له مخې، د امریکا د تېلو چاڼخونې نږدې په خپل اعظمي ظرفیت فعالیت کوي او د زیاتو تېلو د تصفیې وړتیا نه لري.

